هندوکش‌غږ ته د رسېدلو معلوماتو پر بنسټ، په پلان کې ده چې نن به د آی ایس آی یو هیئت ترکیې ته لاړ شي، یاد هیئت به د بېلابېلو بهر مېشتو مخالفو جبهو له ځینو مشرانو او غړو سره لیدنې وکړي؛ د یادې لیدنې په څنډه کې به د مخالفو جبهو او داعش خراسان څانګې ترمنځ د هماهنګۍ او نږدې کاري اړیکو د لا زیاتولو په اړه هم خبرې وشي.

د آی ایس آی له منځه کره سرچینو هندوکش‌غږ ته تائید کړې، چې د پاکستان د نظامي استخباراتو سازمان (آی ایس آی) غواړي، په سیمه کې د داعش پروژې ته لا پراختیا ورکړي، په همدې موخه یې په بلوچستان ایالت کې یو شمېر نوي روزنیز مرکزونه هم ورته پرانیستي دي.

له دې وړاندې د آی ایس آی مشر عاصم ملک په تاجکستان هېواد کې د مقاومت جبهې له یو شمېر مشرانو سره هم لیدلي وو، هلته هم په افغانستان کې د اوسني امنیت اخلال، د رسمي پولې په توګه د ډیورنډ کرښې په رسمیت پېژندل او له داعش ډلې سره د هماهنګۍ زیاتول په اجنډا کې دخیل موضوعات وو.

په یاد مجلس کې د تېر حکومت د پوځ لوی درستیز جنرال قدم شاه شاهین د مقاومت جبهې له لوري، له داعش سره د هماهنګۍ د زیاتولو لپاره استازی ټاکل شوی و. ویل کېږي چې په تاجکستان او ینګي قلعه کې پر چینايي اتباعو بریدونه د آی ایس آی، داعش خراسان څانګې او قدم شاه شاهین په ګډه همغږۍ ترسره شوي دي.

پاتې دې نه وي، چې د دې بریدونو په تړاو د سرپرست حکومت، د استخباراتو لوی ریاست یو شمېر افراد هم نیولي، چې دا مهال تر پوښتنو لاندې دي؛ همدا راز په افغانستان کې د امنیتي ارګانونو له لوري د چینایي اتباعو د ساتنې لپاره کلک تدابیر هم نیول شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version