د احصایې او معلوماتو ملي اداره د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې په روان ۱۴۰۳ کال کې ۴٫۸۳ میلیونه مټریک ټنه غنم تولید شوي دي او دا ارقام د تېرکال په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی ښايي.
د يادې ادارې د خبرپاڼې پر بنسټ لاسته راغلي ارقام ښيي، چې په روان کال کې د غنمو د تولید د ډېرښت سربېره د تېر کال په پرتله ۲٫۸سلنه تر کښت لاندې اوبیزو او ۸٫۲ سلنه تر کښت لاندې للمي ځمکو کې هم زیاتوالی راغلی.
د احصايې ملي ادارې په خبره د کښت لاندې ځمکو ډېرېدو عمده لامل د کوکنارو پرځای د غنمو کښت او پر وخت د موسمي بارانونو زیاتوالی دی.