د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست وزير شيخ محمد خالد حنفي وايي هېڅوک حق نه لري چې ښځې په بدو کې ورکړي،نوموړي همداراز څرګنده کړې، چې یاد وزارت ټولنه کې ناوړه دودونه له منځه وړي او چا ته اجازه نه ورکوي چې د ناوړه دودونو پر بنسټ د خلکو حقونه تر پښو لاندې کړي.

د ښځو په بدو کې د ورکړې د منعې فرمان د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري صادر شوی او له ډېر وخت راهیسې په ټول هېواد کې د تطبيق په حال کې ده، چې په پايله کې په هېواد کې په بدو کې د ښځو د ورکړې مخنيوی شوی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version