د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته ۱۱۴۰ بهرنيو وګړو تګ راتګ کړی دی.

دغې ادارې زیاته کړې، چې د روان کال په لیندۍ میاشت کې د ۴۲ ښځینه‌وو په ګډون ۶۵۰ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۲۷ ښځینه‌وو په ګډون، ۴۹۰ نور له هېواده وتلي دي.

د يادونې وړ ده په وروستيو درې کلونو کې د ټول هېواد په کچه بې ساری امنيت يو له هغو عمده لاملونو څخه دی چې بهرني وګړي یې له امله افغانستان ته په راتګ زړه ښه کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version