د راپورونو له مخې د بلوچستان په تربت کې د د پاکستاني پوځيانو په موټر بمي چاودنه کې د صوبدار‌ نائب او عمر ظهور په نوم دوه پوځيان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

سرچينې وايي په ټپيانو کې نايک نعيم، جاويد، امين او د وحيد په نوم پوځيان شامل دي چې له ډلې یې د دوه کسانو ټپونه‌ ژور دي او د مرګ امکان یې ډېر دی.

د يادونې وړ ده چې د بريد پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخيستې خو په بلوچستان کې بلوڅ وسله وال پياوړی حضور لري او وخت ناوخت په پاکستاني پوځ خونړي بريدونه کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version