د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، تېره میاشت د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې ۱۴ زره او ۸۲۹ بهرنيو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی.

د یادې ادارې د شمېرو له‌ مخې، په دغه موده کې د ۴۳ ښځینه‌وو په ګډون ۱۳۹۶ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۲۶ ښځینه‌وو په ګډون، ۱۱۷۸ نور له هېواده وتلي دي.

د دې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، تر ټولو ډېر ۹۱۹ بهرني وګړي د نیمروز بندر او ورپسې ۳۰۸ تنه د هرات هوايي ‌ډګر او بندرونو له لارې هېواد ته راغلي دي.

ویل شوي، دغو بهرنيو وګړو د افغانستان له تاریخي سیمو د لیدنې او کار په موخه سفرونه کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version