د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې د روان ۱۴۰۴ کال په لومړیو دوو میاشتو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۵ زره او ۷۸ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی دی.
د یادې ادارې د خبرپاڼې لهمخې، د دغو وګړو له ډلې ۲ زره او ۶۱۸ کسان له ځمکنیو بندرونو او ۴۰ تنه د هوا له لارې هېواد ته راغلي چې ۳۵۲ تنو یې د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو څخه لیدنه کړې ده.
د یادونې ده، چې پر هېواد د سرپرست حکومت له حاکمیت وروسته د ډاډمن امنیتي وضعیت په رامنځته کېدو سره د بهرنیو سیلانیانو پام افغانستان ته را اوښتی دی.