د ایران مذهبي مشر، علي خامنه‌اي سلاکار، شمخاني ویلي چې د واشنګټن لخوا د ګواښونو غږونه وروسته له هغه خاموش شول چې خامنه‌اي امریکا ته قاطع ځواب ورکړ او د ایران سوله‌ييز اټومي پروګرام ملاتړ یې وکړ.

شمخاني پر خپله اکس پاڼه لیکلي، چې د ایران منطقي اقتدار او پرېکنده دریځ د فشار ژبه بې‌اغېزې کړې ده.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې تازه په روم کې د ایراني او امریکایي استازو ترمنځ د ایران د اټومي پرواګرام اړوند مذاکرات په لږ پرمختګ سره پای‌ته رسېدلي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version