د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې غونډه کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د کاري ظرفیت لوړوالي او د موجوده سیسټمونو د عصري کولو پروپوزل له هراړخیزې ارزونې وروسته تائید شو.

سرچینه زیاتوي، چې د یاد پروپوزل د تطبیق لپاره یو کال وخت او شاوخوا یو میلیارد افغانۍ بودیجه په پام کې نیول شوې، چې ورسره به هېوادوالو ته د خدماتو وړاندې کولو پروسه چټکه او شفافیت رامنځته شي.‏

د اقتصادي کمیسیون غونډه کې همداراز د هېواد د بندرونو لپاره د ماسټر پلان د جوړولو پر اړتیا او ارزښت هم خبرې شوې دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت مسوولینو ویلي، د اسلام کلا، نیمروز، تورغونډۍ او ابو نصر فراهي بندرونو لپاره د ماسټر پلانونو پر جوړولو کار روان دی، چې په ټاکلي وخت به بشپړ شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version