روغتیایي سرچینې وایي، له کندهار ولایت څخه د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوې ماشومې نن (سه شنبه) روغتون کې ساه ورکړې ده.
دغه ماشومه څو ورځې وړاندې د افغان ځواکونو له خوا په پوځي چورلکه کې د بېړنۍ درملنې لپاره کابل ته انتقال او د صحت طفل روغتون کې بستر شوې وه.
