د امارتي شرکتونو لوی ریاست وایي، د ارزاقو امارتي شرکت په پام کې لري، چې هېوادوالو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه خپلې زنځیري مغازې بېرته پرانېزي.

د دغه شرکت مسؤولینو ویلي، چې په راتلونکي کال کې پلان لري، چې د بنسټیزو خدمتونو ترڅنګ، د هېوادوالو په غوښتنه د اړوندو‏ مغازو په فعالولو سره، سوداګریزې پراختیا ته هم ځانګړې پاملرنه ولري.

د یاد شرکت د سوداګریزو چارو د پراختیا امر، اسدالله ابراهیمي ویلي، چې له دې لارې به خلک وکولای شي، ارزانه او با کیفیته خوراکي توکو ته په اسانۍ لاسرسی پیدا کړي.‏

د یادونې وړ ده، چې د تېرو جګړو له امله د یاد امارتي شرکت ځینې مغازې له فعالیت څخه لوېدلې وې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version