د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس وایي چې د غزني اجرستان ولسوالۍ کې د نږدې ۳۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د خون کوتل سړک رغنیزې چارې پیل شوې.
د نوموړي په وینا، دغه سړک ۳۰ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د اجرستان او مالستان ولسوالۍ د خون کوتل له لارې یو له بل سره نښلوي.
حقشناس زیاته کړې، چې د دې سړک رغنیزې چارې به د یو کال په موده کې بشپړې شي، چې ورسره به د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د انتقالاتو په برخه کې خلکو ته اسانتیاوې رامنځ ته شي.
