د ارشاد، حج او اوقافو وزیر مولوي نور محمد ثاقب افغان حاجیانو ته د وړاندې کېدونکو خدمتونو د څارنې او ارزونې په موخه سعودي عربستان ته سفر کړی.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویلي، چې نوموړی مکې مکرمې ته د ټولو ۳۰ زره افغان حاجیانو تر رسېدو وروسته سعودي عربستان ته تللی دی.
د یاد وزارت په وینا، ښاغلی ثاقب به دې سفر کې حج اړوند رسمي غونډو او کنفرانسونو کې ګډون وکړي او د اسلامي هېوادونو له استازو سره به هم لیدنې ولري.


