
د اریانا افغان هوايي شرکت مسؤولین وایي، چې ډېر ژر به د توکو د ټرانزیټ لپاره ځانګړې درې چارټر الوتکې وپېري.
د دې شرکت رئیس بختالرحمن شرافت ویلي، چې دغه الوتکې به د بوینګ یا ایربس ډوله وي، چې بیې یې له ۲۵ تر ۳۵ میلیونه امریکايي ډالرو پورې اټکل شوي.
د اریانا افغان هوایي شرکت مسئولینو زیاته کړې، چې د نویو الوتکو په پېرلو سره به د توکو د لېږد لګښتونه راکم شي او نړیوالو بازارونو ته به، د افغانستان د صادراتو په ځانګړي ډول د تازه او وچو مېوو د لېږد کچه لا لوړه شي.

