د ازبکستان د ستراتيژيکو او سيمه‌ييزو مطالعاتي انسټیټیوټ رييس الدور اريپوف د دوحې فورم غونډې ته په خبرو کې ویلي، چې د افغانستان د پرمختګ لپاره تر ټولو اغېزمنه لار اقتصادي همکاري ده.

نوموړي ټينګار کړی، چې د افغانستان ملاتړ تر ټولو ښه تګلاره دا ده، چې دا هېواد بايد د سيمې په اقتصادي بهيرونو کې ونډه ولري.

تر دې‌ وړاندې د دوحې فورم غونډه کې د قطر لومړي وزير او د بهرنيو چارو وزير محمد بن عبدالرحمن ال‌ثاني هم د افغانستان په ملاتړ ټينګار کړی و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version