د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې د ازبکستان د کرنې وزارت مرستیال، ابدذکروف جمشید افغانستان ته په رسمي سفر راغلی دی.

سرچينې د ياد سفر موخه د بڼوالۍ پروژو ارزونه، د تخنیکي همکاريو پیاوړي کول او له افغان چارواکو سره لیدنې ښودلې دي.

کرنې وزارت ویلي، چې دغه سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د همکاریو د پراختیا لامل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version