د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د یاد وزارت چارسمبالي وزیر قلندر عباد د افغانستان لپاره د ازربایجان سفیر الهام محمدوف سره لیدلي او په دوه اړخیزو همکاریو یې ورسره خبرې کړې دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې لیدنه کې د روغتیا په برخه کې په گډه همکارۍ، د افغان روغتيايي پرسونل د ظرفیت لوړونې، په روغتیايي برخه کې د ازربایجان د ونډې او گڼو نورو روغتیايي موضوعاتو اړوند بحث او خبرې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، د افغان روغتيايي پرسونل ظرفیت لوړونه زموږ له لومړیتوبونو څخه ده او په همدې موخه له بېلا بېلو لارو په هڅه کې یو؛ تر څو د ظرفيت لوړونې لپاره یې زمينه برابره کړو.

په خبرپاڼه کې د ازربایجان سفیر له قوله ویل شوي، چې هېواد یې هڅه کوي چې د روغتیا په برخه کې له افغانستان سره خپلې همکارۍ زیاتې کړې او هم د افغان روغتیايي پرسونل ظرفیت لوړ کړي.

د یو بل خبر له مخې، د بشري، کلتوري او ټولنیزو چارو لپاره د (اسلامي همکاریو سازمان ) د سر منشي مرستیال او د افغانستان لپاره د دې سازمان سر منشي ځانگړي استازي طارق بخیت هم ویلي، چې په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې همکاریو ته چمتو دی او هم د روغتیايي برخې ملاتړ، تغذیې او نورې برخې یې لومړیتوبونه دي.

افغانستان لا هم د نړۍ د هغو هېوادونو څخه دی، چې هر کال مېلیاردونه ډالر په خپله روغتیا په پاکستان، ایران، ترکیه او هندوستان کې لگوي.

په هېواد کې د مجهزو طبي وسایلو نشتون هغه څه دي چې افغان ناروغان نورو هېوادونو ته د خپلې درملنې لپاره ځي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version