Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د ازموينو ملي اداره: د‌ راتلونکي‌ کال کانکور ازموينه په اختصاصي ډول اخيستل کېږي
    افغانستان

    د ازموينو ملي اداره: د‌ راتلونکي‌ کال کانکور ازموينه په اختصاصي ډول اخيستل کېږي

    عمران آغاعمران آغا31 اگست 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ازموینو ملي ادارې نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې د خپل تېر يو کلن بهير لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو د تشریح پر مهال ویلي چې، د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینه د طب، ساینس او ټولنیزو علومو برخو کې اختصاص شوې ده او په همدې اختصاصي برخو کې به لومړی کسان غوره کېږي او بیا به ترې په اړونده برخه کې ازموينه اخيستل کېږي.

    د ازموینو ملي ادارې د پوښتنو بانک د تنظیم چارو رئیس عرفان الله عباد ویلي، په دې اړه د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو سره هم خبرې شوې دي. همدارنګه د ښاغلي عباد په وينا، کانکور کې به هرې برخې ته د هغې برخې سوالونه راوړل کېږي او د هرې برخې لېوال به تر ازموینې وړاندې مشخص کیږي.په دې سربېره نوموړي زیاته کړې، چې د دې لپاره یې طرزالمعل هم جوړی کړی، چې د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ له لوري تائید شوی هم دی.

    يادې ادارې د یو کلنو لاسته راوړنو په اړه وويل چې،په تېر کال یې له ۱۷۷۰۲۰ کسانو ازموینه اخیيستې چې له ډلې یې ۸۷۱۰۳ بریالي کسان بېلابېلو ادارو ته ورپېژندل شوي دي. په همدې ډول، د بېلابېلو ادارو ۵۸ ډله ییزې ازموینې په پوره شفافیت سره اخیستل شوي او پایلې یې هم اعلان شوي دي.

    د يادې ادارې د مسئولینو په وینا، د ۱۴۰۴ کال کانکور لپاره د اړینو تدابیرو نیول، د افغانستان د ازموینو قانون مسودې نهايي کول، د ادارو د ډله ییزو ازموینو اخیستل، د سیستمونو پراختیا، د اوو زونونو په کچه د ادارې د دویمي واحدونو تجهیز او د تخنیکي او اداري سیستمونو معیاري کول، په روان کال کې د ادارې له مهمو لومریتوبنو څخه دي.

    مخکینۍ مقالهمزار شريف کې د الفتح په نوم يو جومات جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول
    راتلونکي مقاله د کرنې سکتور د پياوړتيا هڅې؛ د کرنې وزارت يو پلاوی د چين په درې اړخيز کرنيز کنفرانس کې ګډون کوي

    مربوطه لیکنې

    ‏سرپل او جوزجان ولایتونو کې راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش لړۍ پیل شوه

    26 جنوري 2026

    د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي: نږدې راتلونکي کې به په کابل کې د سرطاني ناروغیو درملنې یو روغتون خدمات پیل کړي

    26 جنوري 2026

    د روان میلادي کال تر پایه هرات کې د ټاپي پروژې چارې بشپړېږي

    26 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 27 جنوري 2026

    امریکا کې سخت ژمي او واورین توپان ۳۰ تنه مړه کړي

    د حماس غورځنګ پوځي څانګې القسام ویاند ابو عبيده: حماس د اوربند د تړون ټول لازم مسوليتونه ترسره کړي او اوس بايد دښمن شوې هوکړې عملي کړي

    26 جنوري 2026

    ‏سرپل او جوزجان ولایتونو کې راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش لړۍ پیل شوه

    26 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    امریکا کې سخت ژمي او واورین توپان ۳۰ تنه مړه کړي

    27 جنوري 2026

    د حماس غورځنګ پوځي څانګې القسام ویاند ابو عبيده: حماس د اوربند د تړون ټول لازم مسوليتونه ترسره کړي او اوس بايد دښمن شوې هوکړې عملي کړي

    26 جنوري 2026

    ‏سرپل او جوزجان ولایتونو کې راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش لړۍ پیل شوه

    26 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،103 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،053 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،113 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.