الجزيرې خبري شبکې راپور ورکړی، چې د اسرائیلو د کورني امنیت وزیر ایتامار بن‌ګوير ګواښ کړی، چې الجزيره ټلويزيون د اسرائيلو ملي امنیت ته خطر پېښوي او هر هغه څوک چې په اسرائیلو کې د الجزیرې ټلوېزیون ګوري، وبه نیول شي.

د اسرائيلو د کورني امنیت وزیر همدا راز پر پولیسو غږ کړی، چې د الجزیرې ټلوېزیون کتونکي او څارونکي دې ژر تر ژره ونیسي.

ياده‌ دې وي، چې تر دې وړاندې هم اسرائيل کې د الجزيرې شبکې دفترونه تړل شوي، ډېری کارمندان او خبریالان یې نيول شوي او د غزې په جګړه کې بيا د يادې شبکې تر سلو ډېر خبريالان وژل شوي هم دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version