د ایران د حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني په تازه مرکه کې ویلي، چې هېواد یې د «تپل شوې جګړې» له امله شاوخوا ۲۷۰ میلیارده ډالر زیان ګاللی.

مهاجراني زیاته کړې، چې د امریکا او صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله د اوښتو زیانونو غرامت ترلاسه کول یو له هغو شرطونو څخه دی، چې تهران د اسلا‌م اباد په مذاکراتو کې مطرح کړی و.

په ورته مهال ملګرو ملتونو کې د ایران استازي د یاد سازمان سرمنشي ته په استول شوي لیک کې له سعودي عربستان، بحرین، متحده عربي امارات، قطر او اردن څخه د جنګي غرامت غوښتنه کړې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version