په تېرو دوه لسیزو کې چې افغانستان د جمهوریت تر نامه لاندې اداره کېده، ډېر شمېر وګړي په دې تمه وو چې دا به د ولسواکۍ، برابر مشارکت او د قانون د حاکمیت بنسټ کېږدي، خو د وخت په تېرېدو سره دا تمه په ناهیلۍ بدله شوه، ځکه چې جمهوریت د یو ملي نظام پر ځای، د محدودو سیاسي او قومي کړیو په انحصار بدل شو.

د جمهوري نظام مشرتابه د قدرت د وېش پر ځای، هڅه کوله چې د خپلو همفکرانو او نږدې کړیو له منځه اداره جوړه کړي، له ولسمشرۍ نیولې تر ولایتونو، وزارتونو، سفارتونو او نورو مهمو ادارو پورې، هر څه د یوې ټاکلې شبکې له خوا کنټرولېدل. دا شبکې نه یواځې سیاسي مخالفین منزوي کړل او په هيڅ صورت يې هغوی ونه منل، بلکې په اکثریت ولس کې یې بې‌باوري زیاته کړه.

په ظاهر کې که څه هم جمهوریت د قانون، ټاکنو او مدني آزاديو شعار ورکاوه، خو عملاً دا نظام د یو حزب یا ډلې بڼه غوره کړې وه، هغه کسان چې له دغه ډله‌ييزه تفکر سره همغږي نه وو، خنډ ګڼل کېدل او په سیسټماټیک ډول له سیاسي صحنې ایستل کېدل، چې دا ډول چلند جمهوریت ته د مشروعیت پر ځای د انحصار څهره ورکړه.

يواځې انحصار نه و، چې د جمهوريت مشروعيت يې تر پښو لاندې کاوه، بلکې د ولس له باورونو، دیني ارزښتونو او سیمه‌ایزو واقعیتونو سره سر نه خوړل هم د دې ډلې د ناکامۍ اسباب وو، د دوی ستراتېژي ډېری وخت تنها پر وارداتي تيوريو ولاړه وه، چې د افغاني ټولنې له ارزښتونو سره یې تل تضاد درلوده.

دا ټول عوامل پر دې دلالت کوي چې جمهوریت یو پرانيستی، ګډ او مدني نظام نه و، بلکې د یوې ډلې سیاسي – ایډیالوژیکه پروژه وه، چې غوښتل یې قدرت د ځان پر محور را وڅرخوي، د دې ډلې هر راز مخالفین یا خاموشه کېدل، یا دې ته اړايستل کېدل چې له هېواده ووځي او یا هم د دښمن او نامشروع په نوم ټاپې ورباندې لګول کېدلې.

د همدې ذهنيت پایله دا شوه چې جمهوریت د ولس په منځ کې ريښې ونه‌ غځولې، کله چې نړۍوال ملاتړ کم شو او د زور مقابله مخې ته راغله، همدا جوړښت په ډېرې اسانۍ سره ونړېده، ځکه چې دې جوړښت د ټول ملت نمایندګي نه کوله، بلکې د یوې محدودې شبکې او ډلې غږ و.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version