Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»منځنی ختیځ»د اسرائيلو شاوخوا ۶۰۰ پخوانیو امنیتي او نظامي چارواکو، د غزې جګړې د درولو غوښتنه کړې
    منځنی ختیځ

    د اسرائيلو شاوخوا ۶۰۰ پخوانیو امنیتي او نظامي چارواکو، د غزې جګړې د درولو غوښتنه کړې

    صابر افغانصابر افغان4 اگست 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د اسرائيلو د اورشليم پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې شاوخوا ۶۰۰ لوړپوړو چارواکو چې پخوا یې د اسرائیلو په پوځ، موساد، شاباک (داخلي امنيت) او نورو امنیتي ادارو کې دندې ترسره کړې وې، په یوه سرخلاصي لیک کې د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتي چې پر بنیامین نتانیاهو فشار راولي، تر څو غزه کې روانه جګړه ژر تر ژره ودروي.

    سرچينه وايي، دغو چارواکو په خپل ليک کې ټینګار کړی، هغه نظامي بریدونه چې اسرائیلو پر غزه پیل کړي، نه یواځې دا چې د حکومت له‌ خوا اعلان شوي امنیتي اهداف یې نه دي ترلاسه کړي، بلکې د اسرائیلو نړیوال اعتبار ته یې جدي زیان رسولی او داخلي امنیت یې هم له خطر سره مخ کړی دی.

    معلومات وايي، په دغه لیک کې خبرداری ورکړل شوی چې د جګړې دوام د تلفاتو د زياتېدو، په ټولنه کې د درزونو ژورېدو او په نړیواله کچه د اسرائیل پر وړاندې د انزوا د زیاتېدو سبب شوی دی.

    دغو اسرائيلي چارواکو زياته کړې، حال دا چې د نتنياهو حکومت داسې هېڅ ډول سیاسي تګلاره نه لري، چې د دې جګړې پای ته رسېدل تضمین کړي.

    د ياد ليک لیکوالانو، چې زیاتره یې د استخباراتو، پوځ او پولیسو پخواني مشران دي زياته کړې:«د نتنیاهو د کابینې اوسنی دریځ چې یوازې پر پوځي حل تمرکز لري، نه‌ یواځې ناکامه تګلاره ده، بلکې له امله به یې نړیوال فشارونه زیات، سیمه نوره هم بې‌ثباته او افراطي حرکتونه به پیاوړي شي.»

    د ياد ليک په پای کې همدا راز له ډونالډ ټرمپ غوښتل شوي، چې له خپل نفوذ څخه په کار اخيستو تل‌ابیب دې دې ته اړ باسي چې جګړه بنده کړي او د سیاسي حل پر لور لاړ شي.

    مخکینۍ مقالهد فلسطین روغتیا وزارت: غزه کې د شهید شویو فلسطیني ماشومانو شمېر تر ۱۸ زره تنو واوښت
    راتلونکي مقاله د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د یونیسف له استازو سره پر بشري او ټولنیزو موضوعاتو خبرې کړي

    مربوطه لیکنې

    احمد الشرع سوریې ته د صهیونیستي اتباعو پر ورتګ بشپړ بندیز ولګاوه

    19 مې 2026

    حزب الله د لبنان سويل کې د اسرائیلي پوځ پر پوستو اور غورځوونکي راکټي بريدونه کړي

    19 مې 2026

    د سوریې دولتي رسنیو سوریي ته اوښتي ۳۰ صهیونیستان د سوریایي ځواکونو له خوا نیول شوي

    18 مې 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 21 مې 2026

    کابل ښاروالۍ تېرکال ۲۲۰۰ ودانیز جوازونه صادر کړي

    ‏د کابل ښاروالۍ د ودانیزو جوازونو د صادرولو او تحلیل ریاست مسئولینو ویلي، په ۱۴۰۴لمریز…

    ملګرو ملتونو کې د هند استازي کابل کې د روږدو درملنې پر مرکز د پاکستان بريد نسل وژنه بللې

    21 مې 2026

    د حیرتان-مزارشریف اوسپنې پټلۍ پنځمه برخه فعاله شوه

    21 مې 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    کابل ښاروالۍ تېرکال ۲۲۰۰ ودانیز جوازونه صادر کړي

    21 مې 2026

    ملګرو ملتونو کې د هند استازي کابل کې د روږدو درملنې پر مرکز د پاکستان بريد نسل وژنه بللې

    21 مې 2026

    د حیرتان-مزارشریف اوسپنې پټلۍ پنځمه برخه فعاله شوه

    21 مې 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،163 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،099 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،202 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.