د اسرائيلي رژيم ولسمشر اسحق هرتسوګ خبرداری ورکړی، چې اسرائيل له جدي داخلي وېش او تاوتريخوالي سره مخامخ دی.

په ورته وخت کې د اسرائیل لومړي وزیر نتنياهو ويلي چې هېواد یې یوه قوي او ستر پوځ ته اړتیا لري او په خبره یې اوسنی پوځ یې اړتيا نه شي پوره کولای.

نوموړي زیاته کړې، چې د عسکري خدمت موده به لوړه کړي او د احتیاطي ځواکونو خدمت وړتیا به هم پیاوړې شي.

اسرائيل په داسې حال کې د خپلو پوځي وړتياوو په لوړولو کار کوي، چې د غزې تېره څه باندې دوه کلنه جګړه کې یې له نظامي او اقتصادي پلوه سخت زيان وليده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version