د اسرائیلو پخواني صدر اعظم ایهود اولمرت ویلي، چې د صهيونيستي اسرائيلو اوسنی لومړی وزير بنيامين نتنیاهو باید له واکه لرې کړل شي او دا د هغه په حق کې یوه نرمه پرېکړه ده، ګنې‌ هغه له دې د سختې سزا وړ دی.

اولمرت ټینګار کړی، چې د نتنياهو اوسني حکومت د اسرائیلي ولس پر ضد جګړه اعلان کړې، خو په دې جګړه کې به ولس بریالی شي او نتنياهو ناکام.

د يادونې وړ ده، چې د صهيونيستي رژيم د اوسني لومړي وزير بنيامين نتنياهو پر ضد وخت ناوخت د اسرائيلو مشهورې څېرې توندې نيوکې کوي او هغه يو نړيوال مجرم، بې کفايته مشر او د خپلو اسرائيلو دښمن يادوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version