د روېټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، د صهیونیستي رژیم امنیتي کابینې تېره شپه د یوې غونډې له‌ لارې د غزې ښار د بشپړ اشغال طرحه تائید کړه.

د دغه رژیم د لومړي وزیر دفتر ویلي، چې پوځ د غزې ښار د اشغالولو لپاره پر چمتووالي بوخت دی.

بل پلو د فلسطین مقاومت ډلو د صهیونیستي رژیم د کابینې له خوا د یادې طرحې تائید غندلی او دا یې د دغه رژیم د ماتې ښکاره بېلګه بللې ده.

حماس غورځنګ ویلي، چې غزه د تفریح او چکر ځای نه دی او که اشغالګر د دې سیمې د نیولو هڅه وکړي دا به ورته په درنه بیه تمام شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version