روېټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا لویې څارنوالۍ د وېنزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو د نیولو لپاره ۵۰ میلیونه ډالره جایزه اعلان کړه.

امریکايي چارواکي «مادورو» د نشه ‌یي توکو له لویو قاچاقچیانو سره د همکارۍ، اداري فساد، او د قانوني سېسټم د کمزوري کولو په تورونو تورنوي.

دغه انعام په ۲۰۲۰ کې ۱۵ میلیونه و، د روان کال جنوري کې ۲۵میلیونه ډالرو ته ورسېد او اوس دغه انعام دوه چنده شو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version