المیادین د اسرائیلي رسنیو له قوله راپور ورکړی، چې د اشغال شوي فلسطین پر «عراد» سیمې د ایران توغندیز برید کې ۲۰ صهیونیستان وژل شوي او شاوخوا ۲۰۰ نور ټپیان شوي دي.
ویل شوي تر برید وروسته د اشغال شوي فلسطین بئیر السبع سیمې «سوروکا» روغتون کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.
په ورته مهال صهیونیست لومړي وزير، بنیامین نتنیاهو ویلي، د صهیونیستانو لپاره تېر ماښام «ډېر سخت» و.
