د کورنیو چارو وزارت وایي، ​د نیمروز امنیې قومندانۍ منسوبینو د دغه ولایت خاشرود ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې، ۲۲۵ زره نشه‌يي ګولۍ کشف او ترلاسه کړې دي.

وزارت زیاتوي، چې په همدې تړاو یو تن نیول شوی چې تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version