‏د هېواد دفاع وزارت وایي، د سرحدي او ځانګړو قطعاتو ۲۸ تنه ځوان منسوبین یې، د میلان کانکورس رهبري‌ شوي راکټ له مسلکي زده‌کړو فارغ شول.

د دغو ځواکونو د فراغت مراسمو کې د ستر درستیز د توپچي رئیس او د دفاع وزارت یو شمېر نورو مسئولینو او منسوبینو ګډون کړی وو.

مسئولینو فارغانو ته وینا کې پر اطاعت ټینګار کړی، او ویلي یې دي، چې د‏ «جهاد» اساسي موخه د اسلامي نظام ټینګښت او پیاوړتیا ده.

په ورته مهال فارغانو ژمنه کړې، چې ورسپارل شوي مسئولیتونه به په صداقت، امانتدارۍ او ښه ډول سر ته رسوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version