لیکوال: ارغوان وطنیار.

د افغانستان اسلامي امارت د زعیم شیخ مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی اختریز پیغام څو برخې لرلې چې یوه ډېره مهمه اساسي هغه یې د افغانستان د بنسټیزو بنیادونو په رغولو څرخېدلې وه.

د ظاهر شاه تر واکمنۍ وروسته اوسنی ملي حاکمیت دی چې د هیواد له شرقه واخله تر غربه د یو مشر او رهبر امر او فرمان چلېږي، تر ټولو مهمه خبره دا چې د ظاهر شاه تر سلطنت او مرحوم داود خان تر حکومته پورې د افغانستان پر بنیادي پروژو کار پېل شو، خو له هغو وروسته دا ارماني پروژې په ټپه ودرېدې دا نه چې يوازې په ټپه ودرېدې بلکې کمونستانو او له هغوی وروسته د شر او فساد ډلو ونړولې، کباړ یې کړې او په پاکستان باندې یې په کباړو وپلورلې.

د اوخسو د درملو فابریکه، د جنګلک فابریکه، د نساجي فابریکه، د بغلان د سمیټو او قندو فابریکه او سلګونه نورې ملي پروژې او فابریکې د شر او فساد ډلو والوزولې، افغانستان یې فقر، بیچارګي، اوارګي (مهاجرت) او نیستۍ ته کښېناوه، افغانستان منزوي شو، فقیر شو، حقیر شو او د اور لمبو ته ټیل وهل شو، ټول ګاونډیانو دلته اورونه وکرل او لمبو ته یې تاوده شول.

څنګه چې بني اسرایلو څلویښت کاله د خدای تعالی په عذاب اخته ول او سوالونه یې نه قبلېدل دغسې افغانان هم څلور لسیزې وکړېدل، پس له څلورو لسیزو خدای تعالی موږ د ملي نظام، ملي حکومت او ملي حاکمیت خاوندان کړو.قومندان سالاري، پاټک سالاري، د خلکو د لوڼو په زور ودول، د پی مخو هلکانو سره ناروا جنسي ازار او اذیت هر څه ختم شول.

د امیرالمومنین د پیغام يوه برخه دا هم وه چې: “څوک ظلم نه شي کولای، د ظالم لاسونه له ظلم لنډ شول او د مظلوم غږ د محاکمو تالارونه خوزولی شي”.په دې خبرو ډېر زیات کالمونه باید ولیکل شي؛ خو راځو اقتصادي تدبیر ته، د افغانستان ملي او مذهبي مشر د وطن د مجبوریت رګونه درک کړي چې هغه لوږه ده، نو ځکه یې د اختریز پیغام له خطبې سره متصله راغلی، په همدې موضوع ډېر تم شوی، امیرالمومنین وایي: “سرک سازي، معادنونو د استخراج او نورو برخو کې مهم ګامونه اخیستل شوي او لا تر لاس لاندې دي”.

“اسلامي امارت په اقتصادي برخه کې د لا نور پرمختګ او د خپلو خلکو د اقتصادي ستونزو د له منځه وړلو په مقصد پر ټولو سرمایه دارانو او تجارانو یوځل بیا هم غږ کوي چې په بیلابیلو برخو کې سرمایه ګذارۍ وکړي او د افغانستان د پرمختګ او ترقۍ په برخه کې خپل مسئولیت اداء کړي؛ اسلامي امارت د دوی امنیت او د ټولو حقوقو رعایت ته ژمن دی؛ او ټولې امارتي ادارې مکلفیت لري، چې د افغانستان د ښیرازۍ او اقتصادي پرمختګ په برخه کې سرمایه ګذارانو ته لازم سهولتونه ایجاد کړي او په دې برخه کې د هغوی غوښتنوته توجه او رسیدګي وکړي”.

امیرالمومنین د ابادۍ او د خدمت سخته تنده او جذبه لري، د افغانستان ملي پروژې تطبیقول د هر بې وسه او کمزوري زعامت او نظام کار نه دی؛ تاسو ولیدل چې د افغانستان اوبو او بندونو ته چا ګوتې وروړي، جنجالونه ورته پیدا شوي او بیا خارجیانو ته د خوشدمتۍ (د خارجیانو اطاعت او مزدوري) په موخه له ملي پروژو مخ اړول شوی، د ملیاردونو ملي مکعبو اوبو په شتون کې موږ کرایي برښنا راتېره کړې، که د چا طبیعت راته خراب شو، بټنه وهي، ټول لوی واړه ښارونه مو تورتم کې را ایساریږي.

تاسو دا هم ولیدل چې د قوشتیپې کانال په جوړولو تاجکستان څومره ستونزې ایجادې کړې، ان دوستم او عطا هم د ملي پروژو د مخنیوي اخطارونه ورکړل؛ نو تاسو وایئ چې د پردي جاسوسانو څومره ډېر بزغلي په دې وطن کې کرل شوي؟ د دغسې حشرو او خزندو په وجود کې به څه ډول د وطن په زیربنا کار شوی وای!؟شل کاله غټ عمر دی، مګر همدې د بهرنیانو ملیشو یوازې ځانونه او خپلې سرمایې وپړسولې، د زیربنا په ځای روبنا ته مخه کړه، وطن یې احتیاج او وابسته وساته.

د افغانستان د قاید او رهبر ارمان همدا ده چې افغانستان له وابستګۍ وباسي، څنګه یې چې سیاسي استقلال تضمین کړ، دغسې په چټکۍ غواړي چې اقتصادي وابستګۍ هم پای ته ورسوي.

تاسو بهتره پوهېږﺉ چې اقتصاد د یو هیواد زیربنا ده، نورې سیاسي اړیکې روبنا بللی شو؛ تر هغې چې اقتصادي استقلال ته ونه رسېږو سیاسي خپلواکۍ ته نه رسېږو.

د امیر المومنین ارمان د ټول ملت ارمان دی او د ده اندېښنه د ټول ملت شریکه اندېښنه ده، موږ د خپل وطن ابادۍ ته بډ وهلي ولاړ یو، د فقر بلا به له خپلو پولو او خوبونو شړو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version