حکمتیار نه ملت ومانه نه یې زامن ورسره جوړ راغلل، نه حزب ورپاتې شو نه سیاست، نه ملا شو نه انجینر، هسې یې ځان له ملت سره اخته کړی، لکه ماشوم ضدي دی او زیله کوي، عقده پالي چې دا کړنې د ده له شان سره هېڅ مناسب نه دي.

خالص بابا به ویل: حکمتیار د اور جامه ده، که یې اغوندو موږ سوځوي، که یې غورځوو بې ستره کېږو.

خالص بابا به یوه بله نادره هم کوله، ویل به یې؛ خدای مو دې پېښور کې بې حکمتیاره نه کړي خو خدای دې وطن ته نه بیایي چې هلته ورانی کوي، وطن کې دی له بنده بشر سره جوړ نه راځي.

زومان ترې وتښتېدل، لمسیانو ورسره جبهه نیولې، تاسو د غیرت بهیر د زوی مبارزه ګورﺉ چې هره ورځ د خپل نیکه په ضد ویډیوګانې جوړوي او وایي چې د دغه قاتل او خون اشامه جګړه مار تر شا مه درېږﺉ.

د حزب ټول عمده قومندانان ترې لاړل، حکمتیار ته یوازې خپل ضدي عادت ورپاتې، یو مهال چې اسلامي انقلاب کامیاب شو، زمان مزمل يو مجلس کې ورته یادونه وکړه چې افغانستان کې یو ملي او ټول منلي نظام ته اړتیا ده، څنګه چې دا انقلاب حزب، جمعیت، محاذ، حرکت او ګڼو اسلامي غورځنګونو کامیاب کړ، دغسې به یو کامیابه حکومتداري هم په ګډه رامنځ ته کړو؛ نو حکمتیار صیب زمان مزمل په هغه مجلس کې ورټه، بیا یې په بل اقدام کې هغه د حزب له ګوند څخه اخراج کړ.

حکمتیار صیب به ویل افغانستان کې یې لوی ارمان د اسلامي نظام نفاذ دی، تر اسلامي بیرغ لاندې یې ژوند کول لویه ارزو ده، او د واحد قیادت لاندې اطاعت یې ستر او مقدس مرام دی.

پس اوس تر بل هر وخت یو سوچه نظام نافذ دی، د یو امیر تر قیادت لاندې حکومتداري روانه ده، په ټول هیواد اسلامي توغ رپاند دی، نو آخر حکمتیار صیب څه ډول نظام غواړي؟د داود خان نظام یې ونه مانه، ډاکټر نجیب خو هسې هم د منلو سړی نه وو، د رباني دولت چې ده خپله رامنځ ته کړ ویې نه مانه، احمد شاه مسعود سره یې په یوه یوه دسترخوان خوړله او بیا به یې پرې د پردي زامن وژل، د اووه ګونو حزبونو سره یې پنجې ماتې کړې، د کابل ښار او ټول وطن یې کنډواله کړ، ولس یې در بدره کړ، بیا د مشر ملا صاحب رحمه الله په زعامت په دې وطن د امن او حیا څادر هوار شو، خو له مشر ملا صاحب رحمه الله سره هم جوړ رانغی.

اوس یې تازه د یکشنبې په ورځ د اختر ورځ اعلان کړه، سره له دې چې د اسلامي نظام سترې محکمې د دوشنبې ورځ د اختر ورځ اعلان کړه.

دا یو نوع ګستاخي ده، خو د اسلامي امارت مشران صبر لري، موږ د اسلامي نظام د قیادت صبر او د حکمتیار صیب ګستاخیو او سرغړونو ته حیران یو.

بیا هم تمه لرو چې د حزب اسلامي امیر باید په کور کې نور ګورګي جوړ نه کړي، د قدرت غریضه دې له دماغه وباسي، ملي او دیني رسالت دې مقدم او محترم وشمېري.

د ده له شان سره دا واړه اقدامات او ضد ښه نه ښکاري، په داسې کړنو د افغان ملت په زړه کې ځای نه، بلکې نفرت ورسره لا زیاتېږي؛ هغه د فارسي ژبې شاعر خبره:چهل سال عمر عزیزت ګذشت مزاج تو از حال طفلی نګشت.

په اخېر کې باید ووایو چې حکمتيار صیب باید له تېر څخه عبرت واخلي، نور دې پر دې ملت ورحمېږي، دا ملت دې په څو ډلو نه تقسیموي.

۱ څرگندون

  1. سلطان حمید اخندزاده on

    ‎ستاسو دا لیکنه ماته داسی بریښی چي له شخصي اغراضو
    ‎او امراضو ډکه ليکنه دې کړې ده، له کره څیړني او شواهدو لری د بي بي سي او امریکاغړ له تبصرو او تبلیغاتو نه متاثره لیکنه!
    له شرعي اړخه هم ناقصه موضوعاتو ته پکی ایشاره شوی ده
    د عبدالله بهیر څرګندوني او شخصیت د حکمتیار صاحب په جهاد او مبارزه باندی همداسی اثر نه شي لرلې لکه د کنعان اعمالو چی د حضرت نوح علیه سلام په ۹۰۰ کاله تبلیغ او پیغمبری کوم اثر نه لرلو،
    له حزب اسلامي نه که دګوتو په شمار څوکسان د مبارزی په سختو شپو او ورځوکی لاری بدلي کړی هغو تنها او يواځي له حزب نه تللی حتی د کورنۍ غړي هم ور نه په حزب کی پاتی شوی او د هغو لاره یی نه ده تعقیب کړي ، هغه عزت چی متعال رب په حزب کی ورته ورکړی وو هغه یی بیا هیڅ کله هم نه ده ترلاسه کړی .
    د حکمتیار ټول داخلي او خارجی دښمنان متعال رب د حکمتیار صاحب او د ملت د سترګو په وړاندی رسوا، زلیله او نابود کړی، هغه کسانو چی د حکمتیار محوه کول غوښتل په خپله محوه شوی هغو چي یی وژل غوښتل خپله وژل شوی او یاهم له تور برخلیک سره مخ شوی دي
    د شوروی ماته او شکست د حکمتیارصاحب په قیادت اورهبری کی مونږه په خپلو سترګو ولیده ، د کمونستانو زوال مو هم ولیده د کمونستانو او مجاهد نماؤ ائتلافی حکومت برخه لیک مو ولیده دومره زلیله شول چي د امریکا او ناتو اشغال ته یی زمینه برابره کړه د هغو تر قمندی لاندی بله جګړه په ملت باندی تحمیل کړه
    تاسو جناب د مجاهدینو خپل منځنئ جګړو ته اشاره کړی !
    هماغه جګړه چی په حزب اسلامی باندی څلور کاله تحمیل شوی وه ؛ هماغه جګړه تحریک طالبانو ۲۵ کاله په مخ یوړه او دوام یی وکړو تاسو حکمتیار محکوم کوی ترڅو خپلی جګړی ته مشروعیت ورکوی حال داچی جګړه او حکومت د کارمل د پرچمي ډلي کمونیستو جنرالانو ر په ګډه رهبری کوله د جبلسراج د ننګیني معاهدی ورسته جنرال عظیمی جنرال علومی ،جنرال کاویاانی، جنرال مومن ، جنرال مزدک ، جنرال محمود بریالی او رشید دوستم کوله ، په نجیب یی کودتا وکړه د مجاهدینو د مؤقت حکومت مخنیوی یی وکړو د کابل تر ټولو وحشي او خونړی ورانونکی جګړه هم د دوی د ائتلاف د ماتیدو نه ورسته د دوی په خپلو منځنو کی وشوه چی د مزاری او دوستم واک یی راکم کړو د افشارو په جګړه مشهره ده .
    حکمتیار ریښتیا هم چی د اسلامی امت لپاره الهی رحمت ده !
    د تحریک طالبانو په راتګ سره حکمتیار صاحب چی واقعاً د سیاسی بصیرت خاوند ده د دښمن له چال او نیرنګه خبر وه او ورته بیداره وو د دوست او دښمن په پیژندلو کی خاص مهارت لری له جګړی خپل حزب یو طرف ته کړو ځکه چي مقابل لوری دواړه یو له بل سره په تفاهم کی وو ، یوطرف خوش باوره او بل لوری په چال او نیرنګ سره داسي ښودله چی که حزب اسلامی له صحني نه بیرون شی مونږه د حکومت پریښودلو ته حاضر یو تحریک طالبانو هم د سلامت او ملامت حق او د باطل په پیژندلوکی پاتی راغلل،حزب تکتکی شاتګ وکړو په ډیر مهارت سره د جګړی له میدانه خپل مجاهدین او حزب ویستلو، پکار خو داوو چی د جګړی دواړه لوریو سره خبری شوی وای سلامت او ملامت معلوم کړي وای بیابه نه اشغال ته زمینه برابریده نه به جګړی دومره دوام کولو د ظالم په وړاندی باید دمظلوم په حمایت کی دریدلی وای
    وَإِنْ طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا فَإِنْ بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الْأُخْرَى فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّى تَفِيءَ إِلَى أَمْرِ اللَّهِ فَإِنْ فَاءَتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ ﴿۹﴾
    بل اخره مقابل لوری تر اوږدی خونړی جګړی ورسته امارت اسلامی جوړ کړو
    د مجاهدنماو ائتلافی اداری د جنګ د قمندان امر احمدشا مسعود تر وژنی ورسته امریکا او ناټو ته مخ کړو،د یو بل اشغالګر د راتلو بستر یی جوړ کړو اشغالګرو هم فکر کولو چی نور مقاومت له منځه تللی هغه قوی د جهاد او مجاهدینو سنګر مو ونړولو نور حزب اسلامی خپل قوت له لاسه ورکړی خلع سلاح شوي ده! اما دوی لکه چی خپله اقرار کوی په خپله محاسبه کی غلط وو افغانستان امریکا او ناټو د B52 د وزرنو تر سیوری لاندی بن کی په حکومت جوړ ولو مصروفه شول خلیلزاد او کرزی یی تهران ته د حکمتار صاحب د رضایت لپاره ولیږدول چی په حکومت کی برخه واخله غوښینه برخه تاسوته درکوه که مخالفت کوی ستاسو سیاسی رقیب ډلی یا شمالی ټلوالی ته یی ورکوو !
    حکمتیار صاحب جواب منفی وو !
    سل کاله د خپل افغان سایال حکومت منلی شم اما یوه ورځ غلامی نه شم منلی ،څنګه ویلی شو حکمتیار د قدرت حریص ده !
    له تهرانه هیواد ته راستون شو د اشغال ګرو په وړاندی یی د ازادی د جهاد اعلان وکړو
    دا هغه وخت وو چی امارت د دښمن تر برید لاندی راغلی وو په سخت پریشان حالت کی د حکمتیار صاحب نه مرسته وغوښته په زرګنو مجاهدین یی دوستم او عطا نور سره اسیر او په مظلومانه شکل په شهادت ورسیدل یو تعداد یی د ملا برادر تر مشری لاندی له حزب اسلامی سره په بغلان کی يو ځای شول چی د شهید قمندا بشیر خان په مرسته له شمال نه خپلو کورنو ته را ستانه شول باید د تاریخ حوادث دومره زر هم هیر نکړو پنځه کاله د ئی په تنهایی سره د ناټو او امریکا په وړاندی د جهاد داسی رهبری وکړه چي د امارت پرهارونه لاتازه وه مجاهدینو یی مرال بایللی وو مشران یی د تعقیب لاندی ول ګڼشمیر یی زندانی شول د مولوی صاحب عبدالحکیم مجاهد په مشری د پاکستان د وزیر خارجه په وساتط سره د ملل متحد د امنیت شورا ته یی د امارت د مشرانو د خوندی توب ۱۵ کسیزه لیست درخواست وړاندی کړو تر څو خپل عادی ژوند ته راوګرځی.
    محترم لیکوال صاحب ته باید ووایم حکمتیار هغه انجینر ده چی د لمړی ځل لپاره یی ریموډ کنترول زیړه بوشکه اختراع کړه چی د امریکا او ناټو زری دار ټانګونه یی د اور لمبه کړل او دښمن یی له خونثا کولو نه هم عاجز وو هغه انجینر چی هره ورځ یی د چریکی جنګنو نقشه جوړوله او مجاهدینو ته یی چریکی تکتیکونه درس ورکولو د دښمن د تکنالوژی هغه ادعا یی غلطه ثابته کړه چی له فضاء نه پر ځمکه شپږ اینچه شی هم کتلي شی، د ډار بوت یی مات کړو
    حکمتیار صاحب هغه شیخ الحدیث او شیخ القرآن عالم ده چی د پښتو په تاریخ کی بل عالم د قرآن پلوشي تفسیر په څیر داسی روانه پښتوژبه نه ده لیکلی چی د ادبیاتو له پلوه هم او په املاء او انشاء کی بینظیره ده او هم د لغاتو له پلو ډیر غنی تفسیر ؛ په حدیثو کی حکمت الباری چی د بخاری شریف شرحه ده ، د قرآن اعجاز په شمول د ۱۳۰ جلده نه ډیر دینی سیاسي او ادبي اثارو لیکوال ده
    د حکمیار صاحب تقوا ،حیاء،شجاعت،غیرت،صبر،عظم او ایمان ئی په سیما کی له ورایه معلومیږی

ځواب پریږدئ

Exit mobile version