ملي دفاع وزارت وايي، د اسلامي ملي اردو ځواکونه د هېواد شمال په تېره بيا بلخ او سمنګان ولايتونو کې د تېرې شپې زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره سيمې ته رسېدلي دي.
ياد وزارت ليکي، چې د ۲۰۹ الفتح قول اردو د ژغورنې او عاجلو مرستو ټیمونو په سمدستي ډول د خلکو د ژغورنې، ټپيانو د لېږد او د زیانمنو شوو کورنیو د مرستې چارې یې پیل کړې دي.
ياده دې وي، چې تېره شپه شاوخوا ۱ بجه د هېواد ګڼ شمېر سيمې د ریښتر په کچه ۶.۳ درجې زورورې زلزلې ولړزولې، چې مرکز یې د سمنګان خلم ولسوالۍ و او تر ټولو ډېر زيانونه یې هم په همدې ولسوالۍ او تاشقرغان تنګي سيمه کې اړولي دي.
