تېره شپه شاوخوا یوه بجه د هېواد شمال په ځانګړي ډول بلخ او سمنګان ولایتونو کې د ریښتر په کچه څه باندې شپږ درجې زلزله شوې.
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان ویلي، چې تر دې مهاله د یادې زلزلې له امله لس شهیدان او تر ۲۶۰ ټپیان روغتونونو ته وروړل شوي دي.
د نوموړي په خبره سیمه کې د ژغورنې ټيمونه په کار بوخت دي او ارقام د بدلېدو په حال کې دي.
ښاغلی زمان زیاتوي، چې سیمې ته روغتیایي ټیمونه رسیدلي او د رهبرۍ له لوري ټولو نږدې روغتونو ته د چمتووالي امر شوی دی.
