د عبدالله بن مسعود رضيالله عنه د جګړهایزو ګډو زدهکړو قومندانۍ د بنسټیزو زدهکړو ښوونځي له دیارلسمې دورې څخه ۴۶۰ تنه دفاعي ځواکونه فارغ شول.
د یادې قومندانۍ د خبر له مخې، د دغو ځواکونو له ډلې ۱۱۰ تنو ته د BM-21 چهلمیلې، زرهدار ټانک او توپچي برخو کې مسلکي او عملي زدهکړې ورکړل شوې دي.
د دفاعي ځواکونو د فراغت په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې مسئولینو د اسلامي ملي اردو ځواکونو پر پوځي زدهکړو او د پوځي مسلک اړوند د عصري ټېکنالوجۍ پر کارولو ټینګار کړی دی.
په ورته مهال، یادو فارغانو مسؤلینو ته ډاډ ورکړی، چې په هر ډول شرایطو کې له اسلامي نظام او هېواد څخه دفاع او ساتنې ته چمتو دي.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړهییزو ګډو زدهکړو قومندانۍ له بېلابېلو حربي کورسونو زرګونه دفاعي ځواکونو فارغ شوي دي.
