د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په اړه د تماس ډلې په غونډه کې له افغان ولس سره د ملاتړ ژمنه بیا تازه کړې او له افغان حکومت سره یې د تعامل او عملي همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.
دغه غونډه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۱مې غونډې په څنډه کې په نیویارک کې جوړه شوې وه.
په غونډه کې د افغانستان پر وروستي بشري او پراختیايي وضعیت او د نړیوال غبرګون د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې شوې دي.


