په ۲۰۲۵م کال کې د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ د نوي امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک، هماغه وخت په سیمه ییزه کچه د یوې لویې پوځي همکارۍ په توګه تبلیغ شو. دغه تړون چې په ظاهره یې د نامسؤله وسلوالو ډلو پر ضد د مبارزې او دفاعي ټیکنالوژۍ د تبادلې شعارونه ورکول، په حقیقت کې د دوو پخوانیو متحدینو ترمنځ د بې باورۍ د تشې ډکولو هڅه وګرځېده. د وخت تېرېدو ثابته کړه چې دغه ډول کاغذي هوکړې د سیمې د پېچلو جیوپولیټیکو واقعیتونو په وړاندې خورا کمزوري دي او نه شي کولای د کړکېچ پر مهال د یو رښتیني دفاعي سپر په توګه کار وکړي.
د دې تړون تر ټولو لویه ننګونه د ایران او امریکا ترمنځ په وروستۍ جګړه کې د پاکستان دریځ و. کله چې د سعودي عربستان حریم او یو شمیر تأسیسات د سیمه ییزو نښتو په جریان کې په نښه شول، سعودي عربستان هیله درلوده چې د پاکستان پوځي رژیم به د لاسلیک شوي تړون له مخې د دوی تر څنګ ودرېږي، خو پاکستان د مصلحتونو، ایران سره د محافظه کاره سیاست او ګاونډیتوب د حساسیتونو له امله، له عملي اقدام څخه ډډه وکړه او یوازې یې پر ډیپلوماټیکو اعلامیو بسنه وکړه. دې بې طرفۍ د سعودي چارواکو ته دا پیغام ورکړ چې د پاکستان پوځي ملاتړ یوازې په نمایشي مانورونو کې دی او بس!
له بلې خوا، د سعودي عربستان په سیاسي کړیو کې داسې نښې څرګندې شوې دي، چې دغه هېواد پر دې تړون د پښېمانۍ احساس کوي. سعودي عربستان له لسیزو راهیسې د پاکستان له اقتصاد او پوځ سره بې ساري مالي مرستې کړې دي، خو اوس د سعودي عربستان لپاره دا پوښتنه پیدا شوې چې د دې میلیاردونو ډالرو پورونو او مرستو په بدل کې یې کومه عملي امنیتي ګټه ترلاسه کړې ده؟ د «ګټې او تاوان» په دې معادله کې داسې برېښي چې پاکستان تل د امتیازاتو اخیستونکی پاتې شوی، خو کله چې د ننګ وخت راغلی، د خپلو ژمنو له عملي کولو یې په یو نه یو ډول تېښته کړې ده.
د ۲۰۲۵م کال د امنیتي تړون د ناکامۍ بل لامل د سعودي عربستان د بهرني سیاست بدلون دی. دغه هېواد اوس هڅه کوي چې خپل امنیت د پاکستان پر ځای، پر خپلو کورنیو تولیداتو او متنوع نړیوالو اتحادونو په تکیې تأمین کړي. کله چې سعودي ویني چې پاکستان حتی د خپلو سرحدي سیمو په کنټرول کې له ننګونو سره مخ دی، نو د یو داسې متحد په توګه ورباندې باور کول چې د سعودي امنیت به خوندي کړي، ورته ستونزمن ښکاري. دا وضعیت د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې اعتمادۍ یوه نوې څپه پیل کړې چې د پخوا په څېر په مذهبي او احساساتي شعارونو نه شي پټېدلی.
د پاکستان او سعودي عربستان امنیتي تړون له یوې ستراتیژیکې اړتیا څخه ډېر، په یوې یو اړخیزې معاملې بدل شوی دی. تر څو چې پاکستان د خپلې بهرنۍ پالیسۍ واګې د پوځ له کنټرول بهر نه کړي او بیا د توازن او رښتیني مشارکت ترمنځ یو روښانه انتخاب ونه کړي، دغه ډول تړونونه به یوازې د ارشیفونو برخه وي. سعودي عربستان اوس په دې پوه شوی چې په نوي نړیوال نظم کې یوازې هغه تړون ارزښت لري چې په عملي ډګر کې د ګډو ګټو د تأمین او هر اړخیز خوندیتوب تضمین وکړي، نه دا چې یوازې د پاکستان اقتصادي بحران کنټرول کړي.


