د ۲۱۵ عزم قول اردو خبر ورکړی، چې ځواکونو یې د هلمند ولایت د بهرامچې ولسوالۍ رباط سیمه کې د قاچاقو د مخنیوي په موخه بریالي عملیات ترسره کړي.
د یادې قول اردو د خبر له مخې، د عملیاتو په ترڅ کې ۴زره او ۳۸۲ خښتې مس، چې غوښتل کېدل په غیرقانوني توګه له هېواده بهر قاچاق شي، کشف او ضبط شوي دي.
په ورته مهال د هلمند امنیتي ځواکونو یو شمېر طبي وسایل هم چې په غیر قانوني ډول هېواد ته را وارد شوي وو، کشف او له منځه وړي دي.
د ۲١٥ عزم قول اردو مسئولینو ټینګار کړی، چې دفاعي ځواکونه به هېڅ چا ته اجازه ورنکړي، څو په ناقانونه ډول واردات او صادرات ترسره کړي، او د دې ډول غیرقانوني فعالیتونو پر وړاندې به جدي او دوامداره اقدامات ترسره کېږي.


