‏افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیایونګ او د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره کتلي.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رئیس حافظ ضیاء احمد تکل وایي، چې یاده کتنه کې د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د ډيالوګ د پنځمې ناستې د موضوعاتو د تعقیب او راتلونکې شپږمې ناستې سیاسي او اقتصادي‌ همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

ښاغلي متقي په دې کتنه کې، له افغانستان سره د دواړو هیوادونو سیاسي او اقتصادي اړیکې مهمي بللي او هیله یې ښودلې چې په راتلونکي‌ کې هم په دغو برخو کې ښه پرمختګونه وشي.

د چین او پاکستان ځانګړو استازو له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او متقابل احترام پر بنسټ د اړیکو د لا پرمختګ ژمنه کړې.

یاده کتنه کې دغه راز پرېکړه شوې چې د درې واړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ډيالوګ شپږمه ناسته به په کابل کې جوړه شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version