د افغانستان اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ادارو تر منځ د همغږۍ د لوړې کچې څلورمه ناسته د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي او د یوناما مرستیال اندریکا رتواتي تر ګډ ریاست لاندې ترسره شوه.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیاء احمد تکل په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، دې غونډې ته د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي په خپلې پرانستونکې وينا کې د عامه خدماتو او اقتصادي پرمختيا ‏په برخو کې د اسلامي امارت لاس ته راوړنو او تر لاس لاندې پروژو ته په اشارې سره ويلي چې حکومت په خپل ټول توان هڅه کوي، چې هېواد بېرته په خپلو پښو ودريږي او په بشري او پرمختيايي ډګرونو کې ځان بساينې ته ورسېږي.

ښاغلي متقي همداراز ویلي، چې مرستې دې له بشري څخه پرمختیايي ته تغیر او هڅه دې وشي چې مرستې د کار په بدل کې په اوږد مهالو زیربنايي سیسټمونو ولګول شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې بل لورته اندریکا رتواتي زیاته کړې، چې په بشپړه توګه د بشري مرستو اړتیا له منځه نه شي تللی، خو له بشري څخه پرمختیايي ته د مرستو د نوعیت د لېږد کار چټک روان دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version