د ملګرو ملتونو له لورې د قطر هیواد په پلازمینه دوحه کې د افغانستان په تړاو رابلل شوې درېیمه ناسته کې د ګډون په موخه نن د جون میاشتې ۲۹مه مازیګر مهال د افغانستان اسلامي امارت پلاوی د ا.ا.ا د مرکزي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په مشري د دوحې پر لور سفر پیل کړ.

د دوحې راتلونکې ناسته به د جون پر دېرشمه پیل او د جولای لومړۍ نېټه به هم دوام ولري، چې د اسلامي امارت د پلاوي سربېره به د ملګرو ملتونو او ځینو نورو هیوادونو ځانګړي استازي پکې ګډون لري، د افغانستان پر ځینو موضوعاتو به بحثونه ولري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version