د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، نن او سبا ته د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بادونو اټکل شوی دی.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه بادونه به په شمالي، لوېدیځو، سوېلي او مرکزي ولایتونو کې د سالنگونو په گډون وي، چې د چټکوالي کچه به یې له ۵۰ څخه تر ۸۰ کیلومتره په ساعت وي.

د خبرپاڼې له دې مخې، له یادو بادونو سره به خاورې او دوړې هم ملگرې وي.
په هېواد کې داسې مهال د سختو بادونو اټکل شوی، چې د هېواد ډېری ولایتونه د سختې گرمۍ سره مخ دي دي.

په تېره غبرگولي میاشت کې هم د هېواد په گڼو ولایتونو کې پرله‌پسې سخت بادونه ولگېدل.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version