د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیر خان متقي تېره ورځ (دوشنبه) له خپل ایراني سیال، سید عباس عراقچي سره ټلیفوني خبرې کړې.

بهرنیو چارو وزارت وایي، دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او د سیمې پر وروستیو بدلونونو خبرې کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د سیمه‌ییزو همکاریو او د سیمه‌ییزو غونډو د جوړېدو په اړه د افغان حکومت پر دریځ ټینګار کړی او ویلی یې دي چې د ثبات ساتل او د سیمه‌ییزو همکاریو پیاوړتیا د افغانستان لومړیتوب دی.

له بل لوري د ایران د بهرنیو چارو وزیر د همکاریو د پراختیا په برخه کې د تهران د وروستیو هڅو په اړه معلومات وړاندې کړي او د سیمې د هېوادونو ترمنځ یې د خبرو اترو پر دوام ټینګار کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version