د روېټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې واشنګټن ته د محمد بن سلمان د سفر سره هم‌مهاله د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې امریکا پر سعودي عربستان «F-35» جنګي الوتکې پلوري.

ټرمپ تر دې څو ورځې وړاندې هم خبریالانو ته ویلي و، چې سعودي عربستان غواړي «په لوړ شمېر» کې امریکایي جېټ الوتکې وپېري.

ټرمپ هغه مهال ویلي و، چې د ابراهیم تړونونه به هم د سعودي له ولیعهد سره خبرو کې شامل وي او هیله یې ښودلې وه، چې دغه هېواد ژر د دې لړۍ برخه شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version