‏د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالمنان عمري په خپل کاري دفتر کې د قطر شاهي هېواد له مستشار ډاکټر مردیف علي القشوتي سره کتلي دي.

په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د پیاوړتیا سربېره قطر ته د ماهرو افغان کارګرو د قانوني اعزام په برخه کې د ترسره ‏شویو پرمختګونو او اقداماتو په اړه خبرې اترې شوي دي.

دواړو لوریو په دې برخه کې د شته هوکړه‌ لیک د بشپړ او غوره تطبیق په موخه د ګډو کمېټو پر جوړېدو ټینګار کړی.

ټاکل شوې چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست به ډېر ژر قطر ته د افغان کارګرو د لېږد د موضوع د هر اړخیزې څېړنې په موخه دوحې ته سفر وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version