د امریکا راتلونکی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د برېکس سازمان غړو هیوادونو څخه غوښتنه کړې چې، نه دې د ډالرو پر ځای د بل پولي واحد جوړولو هڅه کوي او نه دې د داسې پولي واحد ملاتړ کوي چې د ډالرو ځای ونیسي.
ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې ټرو سوشیل کې لیکلي؛ که د برېکس سازمان غړي هېوادونه دا کار وکړي، ګمرکي تعرفې به پرې سل سلنه لوړې شي او د امریکا په اقتصاد کې د پېر او پلور سره د خدای په امانۍ لپاره دې چمتو شي.
برېکس سازمان کې دا مهال برازیل، روسیه، هند، جنوبي افریقا، ایران ، مصر، ایتوپیا او متحده عربي امارات غړیتوب لري.
د یادونې وړ ده چې د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین تېره میاشت د برېکس سازمان غړو هېوادونو د مشرانو په یوې غونډې کې ویلي وو چې امریکا له ډالرو څخه د وسلې په توګه کار اخلي.