د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ د سیاسي مشورتي میکانیزم لومړۍ غونډه د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌آباد کې ترسره شوه.

په دغه غونډه کې د افغانستان له لوري د پلاوي مشري د وزارت د لومړۍ سیاسي څانګې رئیس مفتي نور احمد نور او د پاکستان له لوري د افغانستان او لوېدیځې آسیا د چارو معین سید علي اسد ګیلاني کوله.

له بهرنیو چارو وزارت څخه د خپرو شویو معلوماتو له‌مخې، دواړو لوریو په دغه غونډه کې د دوه اړخیزو سیاسي مسائلو، سیمه‌ییزو او نړیوالو موضوعاتو، سوداګرۍ، ټرانزیت او سیمه‌ییز اتصال په اړه بحث او خبرې کړي دي.

ویل شوي چې دواړو لوریو همداراز په پاکستان کې د افغان بندیانو او مهاجرینو د ستونزو پر حل ټینګار کړی او ژمنې یې کړي، چې د شته ننګونو د حل لپاره به خپل تعامل ته دوام ورکوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version