د یمن د حوثي وسله‌والو د «مجیک سیز» په نوم یوه باروړونکې بېړۍ، چې له صهیونیستي اسرائیلو سره یې تړاو درلود په نښه او ډوبه کړې ده.

د حوثیانو پوځي ویاند جنرال یحی السریع ویلي، چې یاده بېړۍ له څو ځل خبرداري سره سره بیا هم له بندیزونو سرغړونه کړې وه او بالاخره د دوی د بریدونو په پایله کې ډوبه شوه.

د یادونې ده، چې د یمن حوثیانو ګواښ کړی چې هره هغه بېړۍ چې د صهیونیستي رژیم بندرونو ته راشه درشه ولري دوی به یې له هرې ممکنه لارې هدف وګرځوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version