کابل کې د ایران سفارت خبر ورکړی چې د افغانستان-ایران-اروپا د اوسپنې پټلۍ دهلیز فعال شو او د افغانستان لومړنۍ صادراتي جوپه د دغه دهلیز له لارې ترکیې ته استول شوې ترڅو له هغه ځايه اروپا ته ورسول شي.

د سرچينې په خبره هرات کې د ایران سر کونسل، د هرات والي او یو شمېر نورو سیمه‌ییزو مسؤولینو د دغه دهلېز له لارې د صادراتو د پیل مراسمو کې ګډون کړی و.

ياد سفارت همدا راز زياته کړې، چې د ایران په همکارۍ د دغه دهلیز فعالول کولای شي د افغانستان اقتصادي ودې ته لاره هواره کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version