د افغانستان بانک چارواکی وایي، چې د لوی اختر د رارسېدو په پار د ادارو د کارکوونکو د معاشونو د ورکړې په موخه سبا جمعه هم ټول سوداکریز بانکونه فعال دي.

د یاد بانک ویاند حسیب الله نوري د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ادارو کارکوونکي کولی شي، سبا جمعې ورځ هم بانکونو ته ورشي او خپل معاشونه ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړې ده: “د لوی اختر د راسېدو او د کارکوونکو او اړوندو ادارو د معاشونو د اجرا په موخه سبا د جمعې په ورځ په ټول هیواد کې سوداګریز بانکونه فعال او د عادي ورځو په شان فعالیتونه تر سره کوي”.

د ادارو کارکوونکي د افغانستان بانک د دغه اقدام هر کلی کوي او وایي، چې اختر ته کمې ورځې پاتې دي اوس نو ټول کارکوونکی کولی شي، چې خپل معاشونه ترلاسه کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version