۳۱۳ مرکزي قولاردو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې قول اردو د درېیمې پلې لواء ځواکونو د غرښویېدنې او سېلابونو له امله د کابل–جلالاباد پر لویه لار پرتې شګې او ډبرې پاکې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، پر یادې لویې لار د سروبي له بازاره تر لغمان دروازې پورې په نږدې ۱۵ ځایونو کې سېلابونه راوتلي وو او غرښویېدنې رامنځته شوې وې.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د یادې قول اردو د انجنیرۍ ټیم له پوځي لوډر په استفادې، له نږدې ۴ ساعته کار وروسته له سروبي تر لغمان دروازې پورې ۱۰ کیلومتره لار پاکه او بېرته یې د ترافیکو پر مخ پرانیستله.
